په بدخشان کې د سقوط شوې الوتکې په اړه بېلابېلې ادعاوې

د بدخشان ولایت نقشه

په بدخشان کې د سقوط شوې الوتکې په اړه بېلابېلې ادعاوې شوي.

وروسته تر دې چې هندي رسنیو او د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ چې په بدخشان کې د هند یوه مسافر وړونکې الوتکې سقوط کړی، اوس د دې خبر په اړه نوي جزییات خپاره شوي دي.

د هندوستان د هوايي چلند وزارت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: " دا الوتکه نه د انډیا په مهالوېش کې نیول شوې او نه هم چارټر ده. "

د هند د هوايي چلند وزارت دا د مراکش هېواد اړوند یوه وړه الوتکه بللې ده.

بل‌خوا بیا د روسیې RT خبري اژانس د روسیې د هوايي ټرانسپورټ فدرالي ادارې له قوله راپور ورکړی چې دا د دې هېواد اړوند یوه سوداګریزه الوتکه وه چې د افغانستان په یوه غرنۍ سیمه کې لوېدلې ده.

دې اژانس لیکلي، په الوتکه کې شپږ تنه سپاره وو.

تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او د مرګ‌ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه‌دی خپاره شوي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د بدخشان د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې سیمې ته د دوی امنیتي ځواکونه روان شوي دي.