د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: هغو افغانانو ته ځانګړي خدمتونه کوو چې له پاکستانه ستنیږي

له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغانان

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانستان پر پولو راستنو شویو او نورو کسانو ته چې د خوندیتوب ځانګړې اړتیاوې لري، د ملاتړ خدمات وړاندې کوي.

د دغې ادارې د افغانستان څانګې پرون شنبه په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، د اروپايي ټولنې مننه کوي چې پر وخت د اغېزمنو شویو کسانو لاسنیوی کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د افغانستان څانګې یوه ویډیو هم خپره کړې، په تورخم کې یې کارکوونکي راستنو شویو افغانانو ته د روغتیايي او نورو خدماتو وړاندې کولو په حال کې ښکاري.

په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر ګړندی شوی سدی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تېره مرغومي/ جدي میاشت کې ویلي وو چې له یوه کال راهیسې له یوازې له ایرانه تر ۸۰۰زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې عمدتاً له پاکستانه هم شاوخوا ۸۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي.