کابل کې بندي شوي ۲ خبریالان بېرته خوشې شول

له آرشيفه( د افغانستان يوه رسنيزه غونډه)

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو حکومت دوه افغان خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي له دوو ورځو زندان وروسته شنبه ناوخته خوشې کړل.

دغه مرکز په یوه بیان کې د ګردش اطلاعات په نوم د یوه خبري اژانس د دغو دوو خبریالانو له خوشې کېدو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د هغوی نیول ناقانونه وو او باید یې ازادي نه وای سلب شوې.

احمد جواد رسولي د ګردش اطلاعات اژانس د امتیاز خاوند او عبدالحق حمیدي د دغه اژانس مدیر مسوول دی.

دوی پنجشنبه د طالبانو د استخباراتو چارواکو په کابل کې ور غوښتي وو او بیا یې بندیان کړي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو د حقونو د نقض ۱۶۸ پېښې رامنځته شوي چې پکې ۶۱ مورده د خبریالانو نیول شامل دي.

د طالبانو حکومت په خپلې دوه کلنې واکمنۍ کې ګڼ خبریالان بندیان کړي او په دې سربېره یې څو سیمه ییزې راډیوګانې د هغه څه په خاطر چې دوی یې سرغړونې بولي تړلي.

د راډیوګانو د تړلو په تر ټولو وروستي مورد کې طالب چارواکو تېره اوونۍ په خوست کې د نن په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو دوه خبریالان او یو اداري کارمند نیولي او دفتر یې ور تړلی.