د برېتانیا صدراعظم له خپل جرمن سیال سره د اوکراین د سفر په اړه خبرې وکړې

اوکراین ته د برېتانیا د صدراعظم د تازه سفر یوه څنډه

د برېتانیا صدراعظم ریشي سناک د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره د اوکراین په اړه په ټیلفون خبرې وکړې.

ریشي سناک د جرمني صدراعظم شولڅ ته د خپل تازه سفر په ارتباط چې اوکراین ته یې کړی او د لندن او کییف ترمنځ د امنیتي تړون په اړه معلومات ورکړل.

د برېتانیا حکومت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې ښاغلیو سناک او شولڅ د اوکراین د دفاع لپاره د متحدانو د حمایت پر دوام ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه چې د روسیې د تېري د مخنیوي لپاره له اوکرایني ځواکونو سره مرستو ته اړتیا شته.

په بیان کې راغلې دي چې اوکراین د اروپا او نړۍ د امنیت لپاره مهم دی.