د جاپان فضایي بېړۍ د سپوږمۍ پر غولي کېناسته

د جاپان د فضایي بېړۍ تصویر

جاپان د نړۍ پنځم هېواد شو چې فضایي بېړۍ یې د سپوږمۍ پر غولي کېناسته.

د جاپان فضایي ادارې جاکسا نن په سیمه ییز وخت دولس بجې او شل دقیقې اعلان وکړ چې فضایي بېړۍ یې سپوږمۍ ته ورسېده او له ځمکې سره یې تماس ټینګ شو.

جاکسا دا اندېښنه ښکاره کړه چې پر سپوږمۍ د دوی بېړۍ لمریزه برېښنا نه تولیدوي او په بېړۍ کې ځای پرځای شوي بیټرۍ فعاله دي.

تر دې مخکې د امریکا متحد ایالتونه، پخوانی شوروي اتحاد، چین او هند توانیدلي وو چې د سپوږمۍ پر سطحه خپلې فضایي بېړۍ کېنوي.