د اسکار جایزې ګټونکی جیمز آیوري د لرغوني افغانستان په اړه فلم جوړوي

بامیان کې د بودا مجسمې یو تصویر

د فلمونو نامتو ډایرکټر جیمز آیووري غواړي چې په ۹۵ کلنۍ کې افغانستان ته په ۱۹۶۰ کال کې د خپل سفر په اړه یو مستند فلم جوړ کړي.

آیووري به په خپل دې فلم کې له څو لسیزو جګړو او افراطیت مخکې سوله ایز افغانستان نندارې ته وړاندې کړي.

د آیووري پخوانی همکار ګیلز ګاردنر چې د فلمونو په راټولولو کې له هغه سره مرسته کوي وايي چې دا فلم له لومړیو شېبو څخه زړه راکښونکی، ډېر شاعرانه او موموز دی.

ګارډنر وايي، د تازه معلوماتو او هغه تشدد له وجې چې په خبرونو کې لیدل کېږي، د افغانستان په اړه د “ښکلي ټاټوبي” تصور له منځه تللی دی.

جیمز آیووري په ۲۰۱۷ کال کې چې ۸۹ کلن و، د اسکار جایزه وګټله.

ده ته دا جایزه د هغه فلم د سناریو په خاطر ورکړل شوه چې نوم یې دی ’’ما ته په خپل نوم غږ وکړه’’.