په ایران کې یو افغان وګړی اعدام شو

تصویر له ارشیفه

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې یو افغان وګړی د ایران د قم ښار په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې پرون د جنوري په ۱۹مه یې خپره کړه د اعدام شوي کس نوم اسلام امان الدیني ښودلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې ۲۹ کلن امان الدیني د عمدي قتل په جرم په اعدام محکوم شوی و.

د ایران د بشري حقونو سازمان په دې هېواد کې دننه او بهر غړي لري، مرکز یې د ناروې په پلازمېنه ناروې کې دی او بې پرې سازمان دی.

د دې افغان وګړي د قضیې په اړه یوې باخبرې سرچینې دې سازمان ته ویلي چې اسلام امان الدیني درې کاله مخکې د قتل په تور نیول شوی و.

د سرچینې په وینا، نوموړی چې په یوه رغنیز شرکت کې ساتونکی و، له یوه بل کارګر سره تر لفظي شخړې وروسته په قتل لاس پورې کړی و.

د یو شمېر څارونکو په باور، د ایران په قوانینو کې د عمدي قتل د درجو نه شتون د دې سبب کېږي چې هر قتل ته، پرته له دې چې د هغه شدت، نرمۍ او انګېزې ته پام وشي، د اعدام سزا ورکړل شي.

د دې افغان وګړي د اعدام خبر تردې دمه د ایران د کورنیو رسنیو یا د رسمی سرچینو له قوله رسما نه دی اعلان شوی.