ایران: د کرمان په بریدونو کې د داعش غړي 'عادل پنجشېري' لاس درلود

Iran Explosions

د ایران د اطلاعاتو وزارت وايي، د کرمان په بمي بریدونو کې د عادل پنجشېري په نوم د داعش ډلې یو غړي لاس درلود.

د ازادي راډیو فردا څانګې نن د جنوري ۱۹مه د دې وزارت د اعلامیې په حواله ویلي، د کرمان د بمي بریدونو څو تنه عاملان چې د داعش غړي دي، نیول شوي او دوه نور له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي.

د جدي په ۱۳مه د ایران په کرمان کې ددې هېواد د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلېماني د درېیم تلین په غونډه کې غبرګې چادونې وشوې چې تر ۹۰ ډېر کسان په کې ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر په کې ټپیان شول.

داعش د دې بریدونه مسوولیت منلی و.

د ایران د اطلاعاتو وزارت په اعلامیه چې نن خپره شوې راغلي، د کرمان د بمي بریدونو په عاملانو کې محمد عادل عارف چې په عادل پنجشېري مشهور دی، هم شامل دی.

د دې وزارت په خبره، عادل د تهران له لوېدیځه سیمې ته ورغلی و.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د عادل نور ملګري نیول شوي، خو دی خپله د تېښتې په حال کې دی.

د یو شمېر راپورونو له مخې، عادل د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې پر کابل پوهنتون د برید په تور نیول شوی او په بګرام زندان کې له یو کال بند تېرولو وروسته، د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ سره هممهاله د زندان څخه خوشې شوی و.