ډبلیو‌ایچ‌او: په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له کبله ۱۹۷ کسان مړه شوي

ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان د روانې میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله د ۱۹۷ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته دغه سازمان د د ساري ناروغیو د خپرېدو د راپور په خپرولو سره وویل چې په مړه شویو کې تر ۸۳ سلنې زیات له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او تر ۴۴ سلنې زیاتې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې د شدیدو تنفسي ناروغیو نږدې ۸۰ زره پېښې ثبت شوي چې ډېری یې ښځې او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو اوسنی شمېر له ۲۰۲۰م څخه تر ۲۰۲۲م کلونو پورې په تېرو درېیو کلونو کې له اوسط شمېر څخه لوړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د شدیدې تنفسي ناروغۍ له امله د مړو شويو کسانو يو شمېر خپلوان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې ونه‌شو کولای پر وخت د خپلې کورنۍ د غړو درملنه یې وکړي.

مريم ازادۍ راډيو ته وويل، د هغې د ماما زوی چې د كابل ښار اوسېدونکی او د څو وړو ماشومانو پلار و، د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له كبله يې پر وخت درملنه ونه شوه او د شدیدې تنفسي ناروغۍ له امله مړ شو.

هغې زیاته کړه: "کله چې له ډاکتر څخه کورته راغی، ځکه چې لاره ډېره اوږده وه او د ټکسي د کرایې پیسې یې نه درلودې، پیاده روان شو. شاوخوا ۱۰ یا ۱۵ دقیقې به پیدا ګرځېدلی وي چې په لاره کې یې نفس تنګ شو او ساه یې نه شوه اخیستی، کله چې کورته ورسېد ولوید او مړ شو."

د ارزګان روغتون یوه څنډه کې د ناروغو مېرمنو ګڼه ګوڼه. ارشیف

د کابل ښار اوسېدونکې فرشته هم وايي چې د ترور لور یې چې ۱۷ کلنه وه، د دې ناروغۍ له امله مړه شوه.

فرشتې ازادي راډيو ته وویل چې د دې نجلۍ پلار روږدی و او کورنۍ یې پر وخت درملنه ونه شوه کړای.

هغې وویل: "کله چې ډاکتر ته يې مراجعه وکړه، ډاکترانو وویل چې دا یو ډول ویروس دی، د دې لامل شوی چې د هغې تنفسي سیستم په مکمل ډول له منځه ولاړ شي، په تېره د هغې په سږو يې ډېر تاثیر کړی و او مرګ ته يې په نږدې ورځو کې هېڅ څه هم نه‌شوای خوړلای."

په ورته وخت کې، د ماشومانو د برخې متخصص ډاکتر محمدالله هنریار د موسمي ورښتونو نشتوالی، سړه هوا او روغتيايي خدمتونو ته د خلکو پر وخت نه لاسرسی، په ځانګړي ډول په لرو پرتو سيمو کې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې لاملونه بولي.

هنریار ازادي راډیو ته زیاته کړه: "ډېری هغه ناروغان چې د دې ستونزو له امله روغتونونو ته راځي د تنفسي سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او اکسیجن ته اړتیا لري، ځینې د لرې لارو ناروغان روغتون ته ناوخته رسېږي اومونږ او تاسو ته دا ښه معلومه ده چې زموږ د هېواد په لرې پرتو سیمو کې تخصصي روغتونونه ډېر لږ دي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونو تر دې مخکې هم څو ځلې د افغانانو پر وضعیت اندېښه ښودلې او د سختې بې‌وزلۍ له امله په ژمي کې د دوی د کورونو د ګرمولو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي خبر هم ورکړی و.

یو شمېر خلکو هم تر دې وړاندې له ازادي راډیو سره په مرکه کې د سختې بې وزلۍ، سړې هوا او په سوړ موسم کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې وه.