هالنډ له اسراییلو څخه په غزه کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتننه کړې

د هالنډ صدراعظم مارک روتي

د هالنډ صدراعظم مارک روتي نن جمعه وویل چې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې غوښتنه کړې چې د فلسطینیانو په وړاندې د خپل تاوتریخوالي اندازه ډېره زیاته کمه کړي.

روتي په عین حال کې غوښتنه کړې چې کلابندې شوې غزې تړانګې ته د نورو بشري مرستو رسېدو لپاره باید جګړه ودرول شي.

د هالنډ صدراعظم له نتنیاهو سره تر ټلیفوني خبرو وروسته وویل چې اسراییل باید سم د لاسه نورو بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

هغه ویلي چې د اسراییل له صدراعظم سره یې پر نورو کوټلو اقداماتو هم خبرې کړې دي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې عیني شاهدانو نن جمعه سهار د غزې تړانګې په جنوب کې پر خان یونس ښار د ډزو او هوايي حملو خبر ورکړی دی.

اسراییل ادعا کوي، چې په دې ښار کې د توندلارې ډلې حماس زیات غړي او مشران پټ شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو ترویستي سازمان ګڼي.