امریکا: په یمن کې د جګړې هڅه نه کوو

په یمن کې حوثي یاغیان

د امریکا متحدو ایالتونو پرون پنجشنبه ویلي چې په یمن کې د ایران له ملاتړه له برخمنو حوثي یاغیانو سره په جګړه کې ښکېل نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو له نورو متحدانو سره یوځای د حوثي یاغیانو پر سنګرونو حملې کړې دي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاندې سبرینا سنګ په واشنګټن کې یوه کنفرانس ته وویل: "موږ د جګړې هڅه نه کوو."

د هغې په وینا، واشنګټن فکر نه کوي چې په جګړه کې دې ښکېل وي او کومه سیمه‌ییزه جګړه نه غواړي.

د هغې په وینا، حوثي یاغیانو په سره سمندرګي کې پر تجارتي او ملکي بېړیو د کروز توغندیو او د کښتیو ضد میزاییلو حملو ته دوام ورکړی دی.

د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا پوځ تېره اوونۍ د حوثي یاغیانو پر سنګرونو لږ تر لږه څلور ځلې حملې کړې دي.