چارواکي: اوکراین د روسیې په کلینڅي سیمه کې د تېلو پر یوه زېرمه حمله کړې

ارشیف: په بریانسک کې له چاودنې وروسته د سیمې انځور

د روسیې یو چارواکی وايي، د اوکراین یوې بې پېلوټه الوتکې نن د روسیې د بریانسک سیمې په کلینڅي سیمه کې د تېلو پر یوه زېرمه حمله کړې ده او مخکې تر دې چې د روسیې د هوايي مدافع له‌خوا وویشتل شي، د تېلو په زېرمه کې یې اور بل کړی دی.

د روسیې محلي والي الکساندر بوګوماز په ټلګرام کې ویلي، یوې بې پېلوټه هوايي واسطې د روسیې د برښنايي جنګي دستګاوو له خوا سرکوب شوې ده.

د ده په وینا، تر دې پېښې وروسته د دې واسطې مهمات د کلینڅي د تېلو پر زېرمه لوېدلي دي.

د ده په وینا، د اوروژونکو له خوا لګېدلی اور مهار شوی دی.

د روسیې چارواکي وايي په دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

د ټولنیزو شبکو په تصاویرو کې ظاهراً د ټانکونو د یوې تحویلخانې تر څنګ لګېدلی اور ښکاري.