کرکټ؛ نن د نولس کلنو ځوانانو نړیوال جام پیل شو

د ایرلینډ او امریکا تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبډلو له روانې لوبې یو انځور

د کرکټ نړیوال شورا په کوربتوب تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو نړیوال جام نن په امریکا کې پيل شو.

د دې ټورنمنټ د پیل لوبه د کوربه امریکا او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ روانه ده.

دغه راز د ورځې دویمه سیالي د ویسټ اینډیز او سویلي افریقا ترمنځ پیل شوې ده.

د ۱۹ کلونو ځوانانو په نړیوال جام کې چې د امریکا او ویسټ اینډیز په کوربتوب ترسره کېږي، ټولټال ۲۰ لوبډلې ګډون لري چې په ۴ ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.

افغانستان په خپل ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلینډ او نيپال سره سیالۍ کوي.

افغان لوبډله به دوهمه سیالي د جنورۍ په ۲۳مه له نیوزیلینډ او وروستۍ د همدې میاشتې په ۲۶مه نېټه له نیپال سره ترسره کړي.

د ویلو ده چې د افغانستان ټولې سیالۍ په ویسټ اینډیز کې ترسره کېږي.