د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ پراخېدو اندېښنې راپارولي

د ایران او پاکستان بیرغونه

د یو شمېر راپورونو له مخې د تهران او اسلام اباد ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ پراخېدو اندېښنه شته.

دا اندېښنې هغه مهال رامنځته شوې چې ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل وسله‌والو پر دوو مرکزونو راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

په ورته وخت کې پاکستان نن د غچ اخیستنې په موخه د ایران په سراوان سیمه برید وکړ چې د ایراني چارواکو په وینا په دې برید کې لس پاکستانیان وژل شوي دي.

د موضوع د وضاحت لپاره احمد شیبر د سیاسي چارو د کتونکي افراسیاب خټک نظر اخیستی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

خټک سره مرکه