ایران: په سراوان کې د پاکستان د بریدونو له کبله ۹ کسان وژل شوي

ارشیف

ایران وايي، په سراوان سیمه کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې نهه کسان وژل شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن د جنورۍ ۱۸مه پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر د سیستان بلوچستان ولایت د امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي په حواله ويلي، د نن سهار په بریدونو ۹ تنه وژل شوي چې نوموړي غیر ایرانیان بللي دي.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو کې ۴ ماشومان، درې ښځې او دوه نارینه وژل شوي دي.

ایراني چارواکو نه دي ویلي چې دا وژل شوي کسان د کوم هېواد وګړي دي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د پاکستان هوايي ځواکونو په ځوابي برید کې نن پنجشنبه د جنورۍ ۱۸مه د ایران په خاوره کې تندلاري په نښه کړي دي.

دا برید وروسته له هغې ده چې ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل جنګیانو پر دوو مرکزونو راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

پاکستان دا بریدونه غندلي وو او د عواقبو خبرداری یې ورکړی و.