د اسراییلو پوځ په غزه کې ۶۰ فلسطیني وسله‌وال وژلي

اسراییلي پوځیان په غزه کې د عملیاتو پر مهال

د اسراییلو پوځ وايي، په غزه کې يې نژدې ۶۰ فلسطیني وسله‌وال وژلي دي.

د اسراییلو پوځ نن د جنورۍ ۱۸مه دا خبره د تېرو ۲۴ ساعتونو د عملیاتو په اعلامیه کې کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د اسراییلو د پوځ د اعلامیې په حواله ويلي، ۴۰ وسله‌وال د غزې په جنوبي ښار خان یونس او څو تنه نور د غزې په شمال کې په هغې ځای کې وژل شوي چې د فلسطین د جهاد اسلامي ډلې په پورې اړه لري.

رویټرز په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.