د طالبانو د روغتیا وزیر: روان میلادي کال د پولیو ناروغۍ ختمولو ته هیله من یوو

د پولیو پر ضد د واکسین د کمپاین یو اړوند تصویر

د طالبانو د حکومت د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندرعباد هیله څرګندوي چې سږ۲۰۲۴ کال به د افغانستان لپاره د پولیو د ناروغۍ د ختمولو او کنټرول وروستی کال وي.

باخترخبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي په یوه راپورکې وایي چې ښاغلي عباد دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د پولیو د ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ هغې کلنۍ غونډې ته وکړې چې د وزارت پر چارواکو سربېره د روغتیا د نړیوال سازمان استازیو او روغتیا پالانو پکې ګډون کړی و.

ښاغلي عباد وویل چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ یواځې ۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا د ده په خبره د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر همدارنګه وویل چې وزارت یې د خپلو شریکانو په ملتیا په پام کې لري چې سږ ۲۰۲۴ کال په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه ترسره کړي.