امریکا په درېیو هېوادونو کې د ایران بریدونه د دغو هېوادونو پر ملي حاکمیت تېری وګاڼه

د پاکستان په بلوچستان کې هغه روغتون چې د ایران د برید ټپیان ور وړل شوي

د امریکا متحدو ایالتونو په درېیو هیوادونو کې د ایران وروستي بریدونه وغندل او برېتانیا هم له ایرانه وغوښتل چې د یمن حوثیانو ته د وسلو ورکړه ودروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون چهارشنبې ناوخته په واشنګټن کې وویل: موږ ولیدل چې ایران په تیرو څو ورځو کې د خپلو درېیو ګاونډیانو پر ملي حاکمیت تیری وکړ.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د سویس په داووس کې د اقتصادي غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې تهران دې د حوثي یاغیانو له ملاتړه لاس واخلي او پردې ډلې له خپل نفوذ څخه په استفادې دې هغه دې ته اړه کړې چې په سره سمندرګي پر کښتیو حملې بندې کړي.

ایران د پاکستان په بلوچستان کې په توغندویي او د ډرون الوتکو په وروستي برید کې د جیش العدل ډلې چې ایران یې یوه ترهګره ډله ګڼي، مرکزونه په نښه کړي و.

د دې هېواد د پوځ د ادعا له مخې، د عراق په کردستان کې په توغندویي برید کې یې د اسراییل هدفونه ویشتلي او د سوریې په شمال کې یې هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش مرکز په نښه کړی و.