ملا هبت الله: نړۍ د شریعت پر ضد او د ډیموکراسۍ په پلوۍ تبلیغات کوي، خو هڅې یې شنډوو

د کندهار ولایت نقشه، ملا هبت الله په همدغه ولایت کې مېشت دی

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوانزاده ته په یوه منسوبه غږیزه وینا کې نوموړي ادعا کړې چې " نړۍ کوښښ کوي د شریعت پرضد د خلکو ذهنیت خراب کړي." خو په وینا یې دا هڅې به شنډې کړي.

هغه په دې اړه چې نړۍ څنګه د شریعت پر ضد د خلکو ذهنیت خرابوي شواهد نه دي وړاندې کړي، خو د ډیموکراسۍ د ښیګیڼو بیان یې د دا ډول هڅو برخه ګڼلې ده.

له هغې راهېسې چې طالبان واک ته رسیدلي د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ مخکښو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو په شمول بشري حقونه دې رعایت او په افغانستان کې دې ټولشموله حکومت رامنځ ته کړي.

طالبانو په رسمي توګه نه دي ویلي چې د دوی مشر دا څرګندونې کله او چیرې کړي، خو ځینو رسنیو د طالبانو مشر ته منسوبه دا وینا د چارشنبې په ورځ په کندهار کې یوې غونډې ته شوې وینا بللې ده.

ملا هبت الله اخوانزده ته په دې منسوب پیغام کې په نامستقیمه توګه د ښځو د حقونو په برخه کې پر طالبانو شتو نیوکو ته اشاره شوې او ادعا شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو بشپړ حقونه ورکړل شوې دي.

دا ادعا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چېرې چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منعه شوي او په څو محدودو دولتي ادارو کې له کار پرته ، ښځې له کوره بهر د کار کولو اجازه نه لري.

ملا هبت الله اخوانزداه په دې وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې د شریعت پر ټینګښت ټینګار کړی او خلکو ته ویل شوي چې د طالبانو پر حکومت او دیني عالمانو دې له څرګند انتقاد ډډه وکړي، هغه څه چې د نوموړي په وینا اوسني نظام ته زیان کوي.

ملا هیبت الله اخونزاده ته په منسوبو ویناوو کې تر دې مخکې هم ته سپارښتنه شوې چې د طالبانو د حکومت پر مشرتابه دې له څرګند انتقاد ډډه وشي.

خو یو شمېر فعالانو د طالبانو د مشرتابه دا ډول څرګندونې له خلکو د بیان د ازادۍ او انتقاد کولو حق اخیستل بللي او ټینګار یې کړی دی چې پر واکمنو انتقاد د وګړو حق او د حکومتي چارو د سمون لپاره اړین دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوانزاده له هغې را وروسته چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې بیاځلي واک ته رسیدلی په عام محضر کې نه دی څرګنده شوی، یوازې د یو شمېر طالب مشرانو سره په غونډو او ناستو کې د ګډون راپورونه یې خپاره شوي دي.

د طالبانو رسنیزو ادارو په دې موده کې هبت الله اخوانزاده ته منسوبې غږیزې ویناوې او لیکلې پیغامونه خپاره کړي. خو د هغه کوم تصویر یا ویډیو یې نه ده خپره کړې.