د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې یو خبریال د روسیې برید کې ټپي شوی

دیمیترو ییفچین، د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې خبریال

د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې د یوې پروژې همکار او خبریال دیمیترو ییفچین د روسیې په یوه برید کې ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې، ییفچین او یو همکار یې پرون چهارشنبه په زاپوریژيا سیمه کې د راپور ورکونې او ویډیو اخیستلو په حال کې و چې د روسیې له توپخانه یي بریدونو سره مخامخ شول.

د راپورونو له مخې، ییفچین په پښه ټپي شوی دی او د اوکرایني ځواکونو له خوا روغتون ته بېول شوی دی.

روغتیایي مسولانو د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ته ویلي، د ییفچین جراحي عملیات په بریا سره ترسره شوي خو زیاته کړې ده چې تر یوې مودې پورې باید د روغتون د جدي څارنې په څانګه کې وساتل شي.

د خبریالانو د ساتنې کمیټې د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال له پيله د ۲۰۲۳ کال تر وروستیو لږ تر لږه ۱۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په اوکراین کې وژل شوي دي.

روسیې پر اوکراین خپل ناموجه یرغل د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پيل کړی دی.