راپورونه؛ ترکیش هوایي شرکت له کابله بیا الوتنې پیلوي

د کابل هوایي ډګر یوه څنډه

ټاکل شوې چې ترکیش هوایي شرکت له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته بیرته کابل ته الوتنې پيل کړي.

د افغانستان یو شمېر محلي رسنیو د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دغه خبره د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند د وزیر حمیدالله اخوندزاده او کابل کې د ترکیې د شارژدافیر جنک اونال په ملاقات کې یاده شوې ده.

په کابل کې د ترکیې شارژدافیر ښاغلي اونال پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د ترکیش ایرلاین د الوتنو د بیا پيل یادونه نه ده کړې، خو زیاته کړې ده چې وړمه ورځ یې د طالبانو د ترانسپورت له وزیر سره کتنه کې د ترانسپورتي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.

خپله ترکیش ایرلاین هم تراوسه کابل ته د الوتنو د بیا پيل په اړه رسما څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې فلای دوبۍ او ایر عربیه هوایي کرښو کابل ته له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته له سره الوتنې پيل کړې.