د ایران او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا؛ اسلام‌اباد د ایران سفیر ته د بېرته ورتګ اجازه ورنه کړه

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې د ایران د راکټي برید وروسته د اسلام‌اباد او تهران ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلتیا په دوام، پاکستان له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی او په اسلام‌اباد کې یې د ایران سفیر ته د بېرته ورتګ اجازه نه ده ورکړې. خبري اژانسونو خبر ورکړ چې سپاه پاسداران په پاکستان کې د جیش العدل دوه مرکزونه په نښه کړي