عبداللهیان: زمونږ ځواکونو په پاکستان کې یوه ایرانۍ ترهګره ډله په نښه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن چهارشنبې د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې وویل چې د هېواد ځواکونو یې یوه ورځ مخکې په پاکستان کې یوه ایرانۍ ترهګره ډله په نښه کړې وه.

هغه وویل په پاکستان کې د دوست او ورور هېواد هېڅ یو تبعه د ایران په میزایلو او ډرون الوتکو کې نه دی په نښه شوی.

هغه وویل، په دې برید کې جیش العدل ډله چې یوه ایرانۍ ترهګره ډله ده په نښه شوې.

پاکستان په بلوچستان کې د ایران د دغه هوایي برید په غبرګون کې له تهرانه خپل سفیر وروغوښت.

ایران ادعا وکړه چې په دغو بریدونو کې یې د جیش العدل سخت دریځه ډله چې په ایران کې یې په دې وروستیو کې د څو بریدونو مسوولیت اخیستی، په نښه کړې او د هغې دوه مرکزونه یې له منځه وړي دي.

اسلام آباد دغه برید پرخپل هوایي قلمرو بربنډ تېری بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن چهارشنبې اعلان وکړ چې اسلام آباد د دغه برید په غبرګون کې له ایرانه خپل سفیر ورغوښتی او په اسلام آباد کې یې د ایران سفیر ته چې د دغه برید په مهال تهران کې و، هم ویلي چې بېرته ورنه شي.

مېرمن بلوچ وویل، د ایران لخوا د پاکستان پر ملي حاکمیت د تېرې شپې بې بنسټه او بربنډه سرغړونه د نړیوالو قوانینونو او د ملګرو ملتونو د منشور له اهدافو او اصولو څخه سرغړونه ده.