کرکټ؛ هند دا ځل د افغانستان پر وړاندې توپوهنه کوي

د هند او افغانستان له تيري لوبي یو انځور

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د درېیمې شل اوریزې سیالۍ پچه هم د کوربه لوبډلې لوبډلمشر روحیت شرما وګټله او دا ځل یې توپوهنه غوره کړه.

یاده سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د هندوستان د بنګلور ښار په چینسوامي لوبغالي کې پیلېږي.

د دې سیالۍ لپاره د دواړو لوبډلو په یولس کسیزو ترکیبونو کې ځیني بدلونونه راغلي دي.

افغان لوبډلې قیس احمد، فریداحمد، شرف الدین او سلیم ساپی ته د نوین الحق، فضل، نوراحمد او مجیب الرحمن پر ځای په لوبډله کې چانس ورکړی دی.

دغه راز د هند په لوبډله کې هم سانجو سامسون، اویش خان او کولدیپ یادو د جتیش شرما، ارشديب سېنګ او اکشر پټیل پرځای اخستل شوي دي.

د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړنۍ دوه سیالۍ هندوستان ګټلي دي.