ملګري ملتونه: غنم د افغانستان د ستراتیژیک محصول دی

په فراه کې د غنمو یو درمن

د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره یا 'ایف اې او' وایي، غنم د افغانستان ستراتیژیک محصول دی ځکه د افغانانو اصلي خواړه ډوډۍ ده.

دې ادارې نن چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یاپخواني ټویټرکې کښلي چې غنم د افغانانو د کالوري دوه درېیمه برخه جوړوي او زیاتوي، ډېری بې‌وزلي خلک له ډوډۍ پرته نور څه لږ خوري.

یادې ادارې یوه ویډیو هم خپره کړې او په هغې کې یې په دې اړه چې په څه ډول افغان بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه برابروي او توزیع کوي یې، معلومات ورکوي.

په دغه ویډیو کې په مزارشریف کې د دې ادارې مشر او د تخمونو متخصص احمدضیا آریا وایي، سږ کال په پام کې لري چې د ۴،۲ میلیون افغانانو لپاره دیرش زره ټنه د اصلاح شویو غنمو تخمونه تولید کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک د روانې اوونۍ په پیل کې په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان ټول ولایتونه اوسمهال د خوړو د نه خویتوب له ګواښ سره مخ دي او له هرو درې افغانانو یو یې په دې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

'ډبلیو ایف پي' د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۱۵،۲ میلیونو اړو کسانو د لاس ‌‌نیوي لپاره ۶۷۰ میلیون ډالرو ته په بېړني ډول اړتیا لري.