له اوکراین سره د مرستو دوام؛ بایډن په دې تړاو د کانګرس غړو سره خبرې کوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د کانګرس غړي سپینې ماڼۍ ته رابللي او تمه ده چې له هغوی سره به له اوکراین سره د امریکا د مرستو پر دوام خبرې وکړي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې بایډن به د استازو جرګې او سنا له مشرانو سره له اوکراین سره د مرستې لپاره د ملي امنیت د مهمې غوښتنې په اړه بحث وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر پرون یوې خبري غونډه ته وویل، بایډن به پر دې خبره چې دا اقدام څومره مهم دی، ټینګار وکړي.

بایډن له کانګرس څخه د اوکراین لپاره د شپېته میلیارد ډالره مرستې غوښتنه کړې، خو د ده طرح له سپټمبر میاشتې راهیسې په کانګرس کې بنده پاتې ده، ځکه قانون جوړوونکي د هغې معاملې خبره کوي چې له مخې یې دا مرسته د امریکا د متحدوایالتونو د سرحدي امنیت له بودیجې سره تړل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي پرون د سویس په داووس کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د وینا پرمهال له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې د اوکراین د ملاتړ لپاره په خپلو کې لاس یو کړي.