د فرانسې ولسمشر اوکراین ته د توغندیو او بمونو د سپارلو پلان اعلان کړ

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر پرون اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو کروز توغندیو او بمونو د سپارلو پلان اعلان کړ.

ایمانویل مکرون په یوه خبري کنفرانس کې همداراز وویل چې که ډونالډټرمپ د امریکا انتخابات وګټي، دی به له هغه سره د ګډ کار لارې چارې ومومي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې اروپا باید د امریکا د انتخاباتو نتایجو ته له پام پرته دې ته چمتووالی ولري چې ښايي متحدایالات په بل ځای کې لومړیتوبونه ولري.

مکرون وویل، که څه هم امریکا او فرانسه ګډ ارزښتونه لري، خو د فرانسې لومړیتوبونه به لومړی فرانسه او بیا چین وي.