اوچا: اوسمهال ۲۱ میلیونه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

ارشیف: د افغانستان یوه سیمه کې ماشومان د اړتیا وړ اوبه له لرې ځایه خپلو کورو ته وړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، اوسمهال په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶مه د ملګرو ملتونو دغې ادارې په ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون یو له ښکاره اغیزو څخه د څښاک د اوبو کمښت دی.

د اوچا په وينا، د افغانستان په ٣٠ ولايتونو کې د څښاک د اوبو کيفيت ډېر ټيټ دى او ډېرى خلک د بېلابېلو ناروغيو له ګواښ سره مخ دي.

د روان کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ویلي وو چې په افغانستان کې د اوږدې وچکالۍ له امله د افغانستان د اوبو ۴۲ سلنه زېرمې وچې شوې چې له امله یې خلک د څښاک د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي دي.