قطر د حوثي یاغیانو د بریدونو د بندولو حل‌لاره په غزه کې د جګړې پای ته رسول بولي

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني

د قطر صدراعظم وايي، په سره سمندرګي کې د یمن د حوثي یاغیانو د بریدونو د بندولو حل لاره په غزه کې د جګړې پای ته رسول دي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې سه شنبه د جنورۍ ۱۶مه د سویس په داووس ښار کې په دوهم نړیوال اقتصادي فوروم کې غږېده ، پر ډیپلوماټیک حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ده په وینا پوځي اقدام په سره سمندرګي کې پر تجارتي کښتیو د حوثي یاغیانو د بریدونو د پای ته رسولو حل نه دی.

د یمن حوثي جنګیالي چې د ایران ملاتړ لري، د دوی په وینا د غزې له تړانګې سره د پیوستون د څرګندولو لپاره په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.

د قطر صدراعظم خبرداری ورکړی چې د یمن د حوثي یاغیانو پر ضد د امریکا او متحدینو بریدونه د کړکېچ د زیاتېدو جدي خطر رامنځته کوي.

د نړۍ دولس سلنه سوداګري په سره سمندرګي کې د یمن او جیبوتي تر منځ د 'باب المندب' تنګي له لارې تېرېږي او وروستیو بریدونو د دغو کښتیو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.