فلسطيني وسله‌والو د غزې په شمال کې له اسراییلي ځواکونو سره نښتې کړي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

فلسطيني وسله‌والو پرون د غزې د شمال په ویجاړه شوې برخه کې له اسراییلي ځواکونو سره نښتې وکړې او د خپل ځواک د ښودلو لپاره یې له جنوبي برخو څخه د توغندیو ډزې وکړې.

دا داسې مهال ده چې پر غزې د اسرییل پر ځمکنیو او هوايي حملو له سلو زیاتې ورځې اوښتې دي.

د غزې په شمال کې چې د اسراییل د پوځي عملیاتو اصلي ډګر دی پرونۍ جګړې ښيي چې په غزه کې د حماس ډلې د له منځه وړلو او د برمته وو د آزادولو لپاره د اسراییل هدف تردې دمه څومره لیرې دی.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

له بلې خوا فرانسې او قطر اعلان کړی چې په غزه کې اسراییلي برمته وو ته د درملو د رسولو او فلسطینیانو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه موافقه شوې ده.