د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د ایران برید په کلکه غندلی

ارشیف

د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د ایران برید په کلکه غندلی دی.

ایراني دولتي رسنیو سه شنبه ناوخته ادعا کړې وه چې ایران د پاکستان د بلوچستان په زرغون غره سیمه کې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په توغندیو او ډرون الوتکو هدف ګرځولي او له منځه وړي.

سه شنبې د شپې ناوخته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو دا بریدونه په کلکه وغندل.

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د ایران لخوا د خپل فضایي حدود بې دلیله نقض چې په پایله کې یې دوه ماشومان مړه او درې نجونې ټپیانې شوي په کلکه غندي.

پاکستان خبرداری ورکړی چې د پاکستان د حاکمیت دا سرغړونه په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده او جدي پایلې لرلی شي.