طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د قاچاقبرانو د یوې ډلې د نیولو ادعا وکړه

د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

طالب چارواکو د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د انساني قاچاق وړونکو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

د کابل نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان روح الله عبیده په یوه پيغام کې چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت خپور کړی په دې اړه وايي: "ټول يې اوه تنه وو. شپږ یې کشران وو کم یعنې عمره. دې کې یو کس د قاچاقبر زوی وو او پاتې پنځه نور یې څه نه کېدل. قاچاقبر کس وايي چې د هره یوه ماشوم له کورنۍ سره له پنځلس زره تر اتلس زره امریکایي ډالره خبره شوې ده."

طالب چارواکي وايي چې تورن کس غوښتل دا ماشومان لومړی ایران او بیا ایټالیا ته ولېږدوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار تېر کال د انساني قاچاق په تړاو په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې لا هم افغانستان کې انساني قاچاقبر خلک قاچاق وړي او اکثر قربانیان د ډېرو پیسو یا پورونو په بدل کې انتقالوي.