د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې بدلون؛ د طالبانو دلیل او د منتقدانو ځواب څه دی؟

د افغان ماشومانو یو ښوونځی

د طالبانو حکومت پوهنې وزارت تر شپږم ټولګي د ښوونیز نصاب د بدلون خبره کوي.

د دې وزارت ویاند منصور احمد حمزه د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، په دې بدلون کې د هغو موضوعاتو لېرې کول شامل دي چې د ده له قوله؛ د "شریعت او افغاني دود" سره یې ټکر درلود.

نوموړي ویلي:

"هغه کتابونه چې د شریعت او افغاني کلتور سره خلاف و، هغه لېرې شوي دي. د دې ترڅنګ د ځینو کتابونو منځ‌پانګې هغه موضوعات چې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ سره تضاد کې و، له کتابونو ویستل شوي. تر شپږم ټولګي دا تغییر بشپړ شوی دی. "

منصوراحمد حمزه زیاته کړې، یوه تخنیکي کمېټه ګمارل شوې او د نورو ټولګیو په درسي نصاب هم کار کوي چې په راتلونکې کې به له شپږم ټولګي پورته درسي نصاب هم تغییر وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان په تعلیمي او تحصیلي نظام کې ګڼ بدلونونه راوستل شوي

بل‌خوا یو شمېر ښوونکي وايي، تر اوسه د نوي ښوونیز نصاب کتابونه نه‌دي ورکړل شوي؛ خو ورته ویل شوي چې زده‌کوونکو ته باید ډېر اسلامي موضوعات تدریس شي.

یو بل ښوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه چې کوم نصاب تدریس کېده، له اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ سره یې هیڅ ډول ټکر نه‌ درلود.

دغه ښوونکی زیاتوي:

"که په تېر کې هم کوم کتابونه موږ زده‌کوونکو ته تدریس کول، هغه که قران کریم و، دیني علوم و او نور کتابونه؛ هره پاڼه یې د فرهنګ، اسلام او الله تعالی په حمد و ثنا پیل شوې وه او هیڅ ډول ستونزه یې نه‌درلوده. په دې کتابونو کې هیڅ ډول افراطي موضوعات هم زده‌کوونکو ته نه ور ښودل کېدل. "

په ورته وخت کې د ښوونیزو چارو یوه څېړونکې ډاکټره حمیرا فرهنګیار وايي، له تېرو کلونو راپدېخوا د افغانستان په ښوونیز نصاب کې هیڅ داسې ډول موضوع نه‌ده لیدل شوې چې د اسلام مقدس دین او د افغانستان له فرهنګ سره په ټکر کې وي.

فرهنګیار ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هیله‌مند یوو چې دا پالېسۍ او په نصاب کې راغلی بدلون د نړیوالو معیارونو سره برابر وي. دا باید داسې کړنې وي چې د ځوانانو راتلونکی جوړ کړي، ځکه ځوانان چې کله هم فارغېږي، ټول په یوه برخه کې لوړې زده‌کړې نه کوي. له همدې امله هر شخص بېلابېلې هیلې او فکر لري او ځینې غواړي چې په مختلفو څانګو کې تدریس وکړي. "

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو له ډېرو نقد شویو قیوداتو څخه ده

د ویلو ده چې د طالبانو رژیم له بیا حاکمېدو وړاندې، جمهوري نظام د دیني زده‌کړو په اړه یو ځانګړی نصاب جوړ کړی و او ویلي یې و چې دا نصاب د ماډرن دیني علومو ټول موضوعات رانغاړي، خو له تطبیق وړاندې یې جمهوري نظام سقوط شو.

د طالبانو اوسني رژیم په نصاب کې د بدلون ترڅنګ، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هم تړلي او تر ډېره یې چارواکو د دیني علومو په زده‌کړې ټینګار کړی، داسې مهال چې د پوهنې وزارت په اډانه کې یې په ډېر شمېر مدرسې یې هم نوي جوړې کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا په روان کال لمریز کال کې نورستان ته د سفر پر مهال ویلي و چې په هره ولسوالۍ کې لس دینی مدرسې جوړوي.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین زرمحمد حقاني هم په زمري میاشت کې ملت ته د حساب ورکوونې په نوم جوړه شوې غونډه کې ویلي و چې دې وزارت تېر یوه کال کې له ۱۲۰ ډېرو مدرسو او دارالحفاظونه ته په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د فعالیت جواز ورکړی دی.