طالبانو د پوهنتون استاد جاوید نورزاد له بنده خوشې کړ

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

په فراه کې د غرجستان د خصوصي پوهنتون استاد جاوید نورزاد د طالبانو په بند کې د یوې اوونۍ له تېرولو وروسته نن آزاد شو.

د نورزاد د کورنۍ یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغه خوشې کېدل تایید کړل.

نوموړی په عین حال کې د غرجستان د پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال هم و.

ښاغلی نورزاد د تېرې اوونۍ د چارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې د استخباراتو له خوا ونیول شو، خو طالبانو د هغه د نیول کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو استخباراتو په تېرو نژدې دوه نیمو کلونو کې لسګونه مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان او د دولتي موسسو کارکوونکي نیولي، ځینې یې له لنډې مودې بند وروسته خوشې کړي او ځینې تراوسه هم ورسره دي.