پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه زرګونه سرتېري ځای پرځای کوي

پاکستاني ځواکونه

پاکستان په پام کې لري چې د دې هېواد د انتخاباتو په درشل کې ډیورنډ کرښې ته نژدې په خیبرپښتونخوا ایالت کې زرګونه سرتېري ځای پرځای کړي.

د پاکستان د سرحدي ملېشو لوی قوماندان معظم جان انصاري فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي چې د فبروري میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به شاوخوا پنځه زره ملېشه ځواکونه خیبرپښتونخوا ته واستول شي.

د نوموړي په وینا، سربېره پردې ۱۷۰۰ ملېشه سرتېري به په اسلام آباد کې او ۴۰۰ نور به په ګڼ مېشتي کراچۍ ښار کې ځای پرځای شي څو له پولیسو سره د امنیت په ټینګولو کې مرسته وکړي.

فرانسپرس همداراز د سیمه د یوه امنیتي چارواکي له قوله خبر ورکوي چې وايي په خیبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت په خرابېدو دی او د رایو مرکزونو ته به د پولیسو اضافي ځواکونه هم واستول شي.

له بلې خوا د سندایالت د اعلی وزیر مقبول باقر دفتر نن خبرداری ورکړ چې د را روانو انتخاباتو پر یو شمېر کاندیدانو د حملو راپورونه ترلاسه شوي.

هغه په خپل بیان کې ویلي چې ځینې کسان په رڼا ورځ تښتول شوي دي.

په پاکستان کې عمومي انتخابات د فبروري په اتمه نېټه په پام کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نا امنیو په دې هېواد کې زور اخیستی او د اپوزیسیون مشر عمران خان چې په دې هېواد کې خورا زیات محبوبیت لري، په زندان کې دی.