د اوکراین ولسمشر په سویس کې د خپل هېواد لپاره د لویدیځ دوامداره ملاتړ غواړي

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي

تمه ده چې د اوکراین ولسمشر به نن د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د خپل هېواد لپاره د لویدیځ د دوامدار ملاتړ غوښتنه وکړي.

ولودیمیر زیلینسکي به په داووس کې د یو شمېر هېوادونو له رهبرانو، د اروپايي ټولنې له استازو او همداراز د لویو شرکتونو له مشرانو سره په کتنو کې د اوکراین د دفاعي او اقتصادي ثبات د پیاوړتیا پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

زیلینسکي چې تېرکال یې د داووس غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې وې، پتېیلي ده چې په سږنۍ غونډه کې حضوري ګډون وکړي.

د اوکراین ولسمشر په وروستیو کې څو نور بهرني سفرونه هم وکړل څو د خپل هېواد لپاره د نړیوالو ملاتړ جلب کړي.