د کابل - کندهار لویه لاره؛ ترافیکي پېښې ۳ تنه مړه او ۲ نور ټپیان کړل

پېښه د میدان وردګ ولایت اړوند یوه سیمه کې شوې

د کابل- کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، نن خبر ورکړ چې دا پېښه بیګا د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې شوې ده.

په خبر کې د ټپیانو حالت نازک بلل شوی دی.

آژانس د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان کې د ډېرو ترافیکي پېښو علت د چلوونکو بې احتیاطي او د ویو لارو خرابي ګڼل کېږي.