د پاکستان او ایران چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي

عباس جیلاني او کاظمي قمي

د پاکستان او ایران چارواکو پرون په اسلام آباد کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان حکومت ټینګار کړی چې د سیمه ایز ثبات او امنیت لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ باید د افغانستان په اړه یوه همغږي وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د سیمې په امنیت او ثبات کې مهم رول لوبوي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپاره شوي بیان کې راغلي چې ښاغلي جیلاني د سیمه ییز ثبات لپاره د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

بیان د جیلاني له قوله زیاتوي چې نوموړی وايي پاکستان د امن او باثباته افغانستان غوښتونکی دی.

له دې کتنې مخکې د افغانستان لپاره د ایران او پاکستان ځانګړو استازو هم د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.