په آیووا کې د ګوندونو تر منځ خپل منځي ټاکنې؛ ټرمپ د بري په تمه دی

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لومړنی پړاو چې د ګوندونو په منځ کې د کاندیدانو سیالي ده، تېره شپه په آیوا ایالت کې پیل شو.

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه ایالت کې چې د بریا تمه یې وه، د رایو له شمېر وروسته بریا ترلاسه کړه.

د هغه دا بریا دا پیاوړی پيغام ورکوي چې هغه قانوني ستونزې چې ډونالډ ټرمپ ورسره مخامخ دی د ټاکنو په وړاندې د ټرمپ د چټک پرمختګ مخه نه شي نیولی.

له ټرمپ سره د جمهوریپالو په ګوند کې دوه نور سیالان ران دي سانتیس او د امریکا یوه سیاستواله نیکي هیلي سیالي کوي.

د امریکا د ولسمشرۍ سږنۍ ټاکنې راتلونکې نومبر میاشتې ته پلان شوي دي.