اسراییل: د غزې په جنوب کې به ژر د جګړې " توند" پړاو پای ته ورسیږي

یو اسراییلي سرتېری د غزې د جګړې بر مهال

اسراییل وایي، ډېر ژر به د غزې تړانګې په جنوب کې د خپلې جګړې " توند" پړاو پای ته ورسوي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالنت پرون (د جنورۍ په ۱۵مه) یوه خبري کانفرانس ته ویلي چې دوی د غزې په شمال کې له وړاندې توده جګړه سړه کړې ده.

د اسراییل حکومت دغه اعلان داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش یوځل بیا په غزه کې " د بیړني بشري اوربند" غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه جګړه ځپلو فلسطینیانو ته د اړتیا وړ موادو د رسولو په هدف اوربند مهم بولي.

د اسراییل له خوا د جګړې د سړېدو اعلان وروسته له هغه کیږي چې حماس وسله والې ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د دوو برمته شویو اسرایلیانو د وژنې اعلان وکړ.

حماس ادعا کړې چې دغه برمته شوي اسرایلیان د اسراییلي پوځیانو په بریدونو کې وژل شوي دي، خو اسراییلي پوځیان وایي، هغې ودانۍ باندې دوی برید نه دی کړی چې یرغمل شوی اسرایلیان په کې وژل شوي.