د امریکا د دفاع وزیر د پروستات له عملیات وروسته له روغتونه رخصت شو

د امریکا دفاع وزیر، لویډ اوستین

د امریکا دفاع وزیر لویډ اوستین د پروستات د عملیات په نتیجه کې د روغتیايي ستونزو تر درملنې وروسته پرون له روغتون څخه رخصت شو.

ده خپله ناروغي له څو اونیو راهیسې له ولسمشر جوبایډن څخه پټه ساتلې وه.

اویا کلن اوسټین د تېر دسمبر په ۲۲مه د پروستات د سرطان لپاره عملیات شو، خو یوه اوونۍ وروسته د عفونت له ستونزې سره مخامخ شو.

هغه د جنوري په لومړۍ نېټه د ولسمشر بایډن او نورو چارواکو له خبرولو پرته د جدي مراقبت په څانګه کې بستر شو او د سرطان خبره یې د جنورۍ تر ۹مې پټه وساتله.

بایډن ویلي دي چې دی لاهم پر خپل دفاع وزیر باور لري او اوسټین ویلي دي چې له ولسمشر بایډن څخه د دې خبرې د پټولو علت د ده ناسم قضاوت و.