رسنۍ: روسیه د شمالي کوریا اړیکو ته زیاتېدونکی ارزښت ورکوي

د عکس ښي لور ته د شمالي د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره چو سون هوی له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره د روغبړ پر مهال

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره چو سون هوی له خپل روسي سیال سرګي لاوروف او نورو روسي چارواکو سره د خبرو په هدف مسکو ته تللې ده.

هوی پرون یکشنبه د جنورۍ ۱۴مه داسې مهال مسکو ته ورسېده چې شمالي کوریا او روسیې په دې وروستیو کې اقتصادي، سیاسي او پوځي اړیکې پیاوړې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د چارو د کتونکو په حواله لیکلي، له کله چې د اوکراین د جګړې له کبله په نړیواله کچه د روسیې انزوا زیاته شوې، روسیه د شمالي کوریا اړیکو ته زیاتېدونکی ارزښت ورکوي.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم روسیې ته تللی و.

پر روسیې تور دی چې له شمالي کوریا څخه وسلې او تجهیزات اخلي او د اوکراین په جګړه کې یې کاروي.