د ترکیې پولیسو لږ تر لږه ۹۹ افغان کډوال نیولي

ارشیف: د ترکیې په یوه سرحده سیمه کې د بېلابېلو هېوادونو نیول شوي کډوال وګړي

په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د نیولو په لړ کې پولیسو لږ تر لږه ۹۹ افغان کډوال نیولي دي.

ترکي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله د یکشنبې په ورځ د جنورۍ ۱۴مه خبر ورکړی چې دغه نیول شوي کسان د شنبې په ورځ د ترکیې په ارزانجان ښار کې شوي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي چې دغه افغان کډوال د ارزانجان ښار پر لویه لار د تالاشۍ پر مهال په یوه لارۍ کې موندل شوي دي.

دا لا څرګنده نه ده چې ایا دغه افغان کډوال به افغانستان ته ولېږل شي که څنګه، خو مخکې اکثر کسان تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته استول شوي.

د نیول شویو کډوالو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو اکثره افغان کډوال هڅه کوي چې د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.