اوچا: افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی.

اوچا یکشنبه د جنورۍ په ۱۴مه په ایکس‌پاڼه کې وویل چې په ۲۰۲۴م کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۸ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، دوامداره مرستو ته اړتیا ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې کورنۍ کولی شي خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او په هېواد کې د لوږې مخه ونیسي.

په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د لوړې کچې په اړه اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د فقر او بې‌کارۍ کړکېچ په بې سارې ډول زیات شوی.