د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ۱۵ میلیون ډالره لیلاموي

ارشیف: د افغانستان بانک کې میلیونونه امریکايي ډالر

ټاکل شوې د افغانستان بانک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، سبا سه شنبه د جنورۍ ۱۶مه پنځلس میلیونه ډالره لیلام کړي.

دغه بانک په ایکس‌پاڼه کې، له ټولو خصوصي بانکونو، شرکتونو او وړ پانګوالو څخه غوښتي چې په‌دې پروسه کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، له دې اقدام څخه هدف د امریکايي ډالر او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ثابته ساتل دي.

دغه بانک په داسې حال کې د ۱۵میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام اعلان وکړ چې تېره ورځ د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۶۹ افغانۍ او ۸۷ پولو تبادله کېده.