د ایران قضايي قوې د دوو ښځینه خبریالانو د خوشې کولو اعلان وکړ

الهه محمدي او نیلوفر محمدي هغه ایرانۍ خبریالانې دي چې په موقت ډول له ایوین زندانه خوشې شوې دي.

د ایران قضايي قوې د دوو ښځینه خبریالانو د خوشې کولو اعلان وکړ.

الهه محمدي او نیلوفر حامدي، هغه ایراني خبریالانې دي چې هره یوه په په ۱۳ او ۱۲ کلونو بند محکومې شوې وې او د یکشنبې په ورځ د وثیقې په مټ په موقته توګه له ایوین زندانه خوشې شوې.

په خواله رسنيو د دغو دوو ښځينه خبريالانو د خلاصون يوه ويډيو خپره شوې چې په‌کې له خپلو دوستانو او کورنۍ سره روغبړ کوي.

د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د قضایه قوې په حواله دا خبر هم ورکړی چې دا ښځینه خبریالانې بهر ته له تلو منع شوي دي.

د ازادي راډیو د ایران څانګې فردا راډيو د ایسنا خبري اژانس له قوله راپور ورکړی چې نیلوفر حامدي او الهه محمدي به د استېناف محکمې تر پرېکړې پورې هر یوه د لسو میلیاردو تومنو په ضمانت له زندانه بهر وي.

دا دوه ایرانۍ خبریالانې د هغه څه لپاره چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره همکاري او د رژيم ضد کمپاینونه بلل شوي بندیانې وې.

الهه محمدي او نيلوفر حامدي تېر کال په ايران کې د هغو لاريونونو په ترڅ کې ونیول شوې چې د مهسا اميني له وژل کېدو وروسته پيل شول.

د شرق ورځپاڼې خبریالې نیلوفر حامدي د مهسا امیني د مور او پلار عکس په داسې حال کې اخیستی و چې د تهران په روغتون کې یې کوما ته تللې لور مهسا امیني غېږ کې نیولې وه.

په خواله رسنیو کې دا د مهسا امیني اړوند پېښې لومړنی انځور او د نیلوفر حامدي وروستی پوسټ و.

همداراز د هم میهن ورځپاڼې خبریاله الهه محمدي هم سقز ښار ته تللې وه او د مهسا امیني د جنازې له مراسمو یې راپورونه ورکول.

دا خبري پوښښ د آغلې محمدي د نیولو لامل شو او په هغه وخت کې لاریونونه په بې رحمۍ سره وځپل شول.

د ایراني رژيم له خوا د نیلوفر حامدي او الهې محمدي نیولو هم پراخ کورني او بهرني غبرګونونه وپارول.

د نړیوالو له بیا بیا غوښتنو سربېره دې دوو خبریالانو اولس میاشتې بند تېر کړ.

په ایران کې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني مړینې په دې هېواد کې پراخ لاریونونه وپارول.

لاریونونه په سختۍ د پولیسو له خوا وځپل شول او په نتیجه کې یې څه باندې پنځه نیم سوه کسان د راپورونو له مخې ووژل شول او په څه باندې ۱۳۰ ښارونو کې هم شاوخوا ۱۹ زره کسان بندیان شول.