پاکستان تر ۹۰۰ ډېر نور افغان کډوال افغانستان ته استولي

له پاکستانه ایستل شوي کډوال چې تورخم کې افغانستان ته د تللو لپاره منتظر دي.

پاکستان وايي، پرون شنبې یې تر ۹۰۰ ډېر نور افغان کډوال په ۴۳ لاریو کې افغانستان ته واستول.

د پاکستان سما تلوېزیون، چې د ستنېدونکو کډوالو شمېرې خپروي، نن وویل، له کله چې پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه اعلان کړې، تراوسه پورې له پاکستان څخه ۴ لکه ۶۷ زره ۳۱۴ افغان کډوال بېرته افغانستان ته تللي یا استول شوي دي.

له بلې خوا پاکستاني رسنیو په کراچۍ ښار کې یو افغان ماشوم، چې په ډیران کې یې زاړه پلاستیک او نور شیان ټولول، وژل شوی دی.

د کراچۍ د سورجاني مېنې پولیس وايي چې وژل شوی ماشوم شهزادګل نومېده او پنځه کلن و.

د پولیسو په وینا، دا ماشوم د جمعې په ورځ د خځلو پر سر په شخړه کې وژل شوی دی.