په پروان کې د ترافیکي پېښې له کبله درې تنه مړه او یو ټپي شوی

د پروان په سیاګر کې د شوې ترافیکي پېښې انځور

په پروان ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي او یو ټپي دی.

په پروان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه پرون ماښام د سیاه ګرد ولسوالۍ په ۱۴ مه سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو سراچه موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر شو.

د خبرپاڼې له مخې، درې تنه چې پر موټرسایکل سپاره وو، مړه شوي او د سراچه موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي، د ترافیکي قوانینو د نه رعایت او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله کېږي.