د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

پاکستان کې یو شمېر هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ کېسونه لری - تصویر له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال ریچارد ورما په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د هغو افغانانو په اړه خبرې کړي چې امریکا ته لېږدول کېږي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، ریچارد ورما د جنورۍ له اتمې تر دوولسمې یعنې د جمعې تر ورځې اسراییل، اردن، عراق او پاکستان ته په سفر تللی و.

ده په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د هغو افغانانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې چې ټاکل شوې ده د امریکا متحدو ایالتونو ته انتقال شي.

د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د اړوند مسلو په سر د خبرو لپاره اسلام اباد ته د دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي تر سفر مخکې د تېر کال د دسمبر په څلورمه هم یو امریکايي پلاوی له پاکستاني چارواکو سره په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتیدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.