غزه کې سل ورځې مسلسله جګړه؛ تر ۲۳ زرو ډېر کسان وژل شوي

د غزې یوه څنډه

د اسراییل او د حماس د سخت دریځې ډلې ترمنځ د جګړې نن یکشنبه سل ورځې پوره شوې.

حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري ترهګره ډله شمېرل کېږي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ژمنه کړې چې د حماس سخت دریځه ډله به له منځه یوسي او دا یې هم ویلي چې هیڅوک اسراییل له دې کاره راګرځولی نه شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په غزې کې جګړه د بشري بحران سبب شوې، او تر ۲۳ زره ډېر کسان پکې وژل شوي او د فلسطین د محاصره شوې خاورې لویه برخه په کنډوالو بدله شوې ده.

اسراییل وروسته له دې پر غزې بریدونه پیل کړل چې حماس د اکتوبر په اوومه پر اسراییل په برید کې نژدې ۱۲۰۰ تنه ووژل.

پرون د فلسطینیانو زرګونه پلوي اعتراض کوونکي د لندن واټونو ته راووتل او په غزه کې یې د فوري اوربند غوښتنه یې وکړه.